۰
سور صلیب:

په افغانستان کې ۳.۲ میلیونه ماشومان له شدید خوارځواکۍ سره مخ دي

دوشنبه ۳۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۱۶
د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې نړيوال فدراسيون وايي، په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د خوارځواکۍ بحران مخ په زياتېدو دى.
په افغانستان کې ۳.۲ میلیونه ماشومان له شدید خوارځواکۍ سره مخ دي
د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې نړيوال فدراسيون وايي، په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د خوارځواکۍ بحران مخ په زياتېدو دى.

دغه سازمان نن دوشنبې د تلې په ۳۰مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې ۳.۲ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي او ۸۴۰ زره امیندواره او شیدې ورکوونکي ښځې له حاد خوارځواکۍ سره مخ دي.

د اعلامیې له مخې، له دې جملې څخه ۱،۷ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ او اړوندو روغتیايي اختلالاتو سره مخ دي. په اعلاميه کې راغلي چې کندهار او پکتيکا ولايتونه د خوارځواکۍ تر ټولو ډېر خلک لري.

په کندهار کې ۱۳۰۳۸۶ ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي او ۴۱۳۵۴ امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي. اعلامیه زیاتوي چې په پکتیکا کې ۴۷۶۴۷ ماشومان او ۱۷۰۵۸ ښځې په سختې خوارځواکۍ اخته دي.

د سره صليب نړيوال فدراسيون وايي، په کندهار او پکتيکا کې د خوارځواکۍ له امله د ماشومانو او ښځو د مړينې کچه ٦،٤ سلنه او د هېواد په نورو سيمو کې ٣ سلنه ده.

دغه فدراسیون ټینګار کړی چې د روان کال له می څخه تر سپټمبر میاشتې پورې په هېواد کې د خوارځواکۍ د ناروغانو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی دی.

فقر په افغانستان کې د خوارځواکۍ د زیاتوالي یو له اصلي لاملونو څخه دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي