۰

طالبان: موږ د خصوصي ښوونځیو ملاتړ کوو

سی شنبه ۱ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۱
د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې له مسوولینو سره وکتل او ویې ویل چې د دې ډلې امارت د خصوصي ښوونځیو ملاتړ کوي.
طالبان: موږ د خصوصي ښوونځیو ملاتړ کوو
د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې له مسوولینو سره وکتل او ویې ویل چې د دې ډلې امارت د خصوصي ښوونځیو ملاتړ کوي.

د طالبانو تر ولکې لاندې ارګ نن سهار (د لړم لومړۍ) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دې ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې له ولسمشر او د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې له غړو سره کتلي دي.

دوى د طالبانو سياسي مرستيال ته په افغانستان کې د خصوصي ښوونځيو د اتحاديې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې اوسمهال په افغانستان کې درې زره اوه سوه پنځوس خصوصي ښوونځي شته او تر يو نيم ميليون زيات زده کوونکي په کې زده کړې کوي.

راغلو کسانو د خصوصي ښوونځیو یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه د طالبانو له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې دغه ډله په هیواد کې د خصوصي ښوونځیو ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي