۰

لوګر کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سی شنبه ۸ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۳
د لوګر مرکز پل‌علم اړوند د کابل-لوګر لویې لارې په اوږدو کې د سیدحبیب الله کلا سیمه کې د دوو سراچه ډوله موټرو د ټکر له امله ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
لوګر کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د لوګر مرکز پل‌علم اړوند د کابل-لوګر لویې لارې په اوږدو کې د سیدحبیب الله کلا سیمه کې د دوو سراچه ډوله موټرو د ټکر له امله ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ویل کېږي په دغه پېښو کې دوو نارینه، يوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون څلور تنه مړه او درې تنه نور ټپيان دي، چې د یوه روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

بلخوا په برکي‌برک او محمدآغې ولسواليو کې هم په دوو بېلابېلو ترافیکي پېښو کې درې تنه ټپیان شوي دي.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ مسوولین د دغو ترافیکي پېښو لاملونه د ترافیکي قوانینو نه مراعتول او د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښیي.

جمهورخبري آژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي