د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په مالي لګښت د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د زابل امنیه قومندانۍ اړوند ولسوالیو او امنیتي مرکزونو لپاره د لمریزې برېښنا سیستم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند وايي، دا سیستم به د قومندانۍ تر څنګ څلورو حوزو شاجوۍ ولسوالۍ د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ او یو شمېر نورو پوځي مرکزونو ته برېښنا برابره کړي.
د نوموړي په وینا دې سیستم سره ګڼې ستونزې حل شوي او د ادارو فعالیتونه به چټک او معیاري شي.
جمهورخبري آژانس