د ترکیې ولسمشر او د قطر امیر، په یوې ګډه اعلامیه کې، په افغانستان کې، د ټولګډوني حکومت پر جوړېدو او د افغانانو د بنسټيزو حقونو د درناوي پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغې ګډه اعلامیه کې چې، د دواړو هېوادونو د عالي ستراتېژیکې کمېټې د لسمې غونډې په پای کې خپره شوې، د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي همغږي کوونکي د خپلواکې ارزونې پربنسټ، د افغانستان د ټيکاو ټينګښت او له دغه هېواد سره د تعامل د همغږۍ لپاره د دواړو لورو پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.
د ترکیې او قطر د عالي ستراتېژیکې کمېټې د ګډې اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«قطر او ترکیې د افغانستان د ثبات د پیاوړتیا لپاره پر خپلې ژمنتیا ټینګار کړی. دوی د اساسي حقونو د درناوي او د ټولګډوني حکومت پر اهمیت او د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ.»
که څه هم طالبان، د ټولګډوني حکومت د جوړېدو د غوښتنو په تړاو څه نهوایي؛ خو په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په تړاو د دغو دوو هېوادونو دريځ ستايي.
جمهورخبري آژانس