ټاکل شوې چې نن پنجشنبه د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې د ټي ټین یا لس اوریز کرکټ سوداګریز لیګ د ۲۳ افغان لوبغاړو په شتون کې پیل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا د دې لیګ اتم پړاو دی او دا ځل په کې دوې نوې لوبډلې هم زیاتې شوي چې په دغه لیګ کې د لوبډلو شمېر ۱۰ ته ورسېده. په دغه لیګ ګې د نړۍ د نورو هېوادونو لسګونه لوبغاړي هم لوبېږي، د لیګ وروستۍ لوبه د ډسمبر په دویمه نېټه ده.
د ټي ټين د رسمي ویبساټ د مالوماتو له مخې د دوو نویو عجمان بولټز او آپ نوابز لوبډلو لوبډلشمران افغانان دي، چې یو محمد نبي دی او د بلې لوبډلې رحمان الله ګربز دی.
جمهورخبري آژآنس