۰

په هند کې د نړۍ ترټولو لوی مخدره توکو کشف

دوشنبه ۵ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۵
د هند ساحلي ګارد اعلان کړی، چې د دغه هېواد په سویل ختیځ کې یې د اندامان په اوبو کې د کب نیولو له یوې کښتۍ څخه چې ۵ ټنه وزن لري، د نړۍ تر ټولو ستر نشه یي توکي نیولي دي.
په هند کې د نړۍ ترټولو لوی مخدره توکو کشف
د هند ساحلي ګارد اعلان کړی، چې د دغه هېواد په سویل ختیځ کې یې د اندامان په اوبو کې د کب نیولو له یوې کښتۍ څخه چې ۵ ټنه وزن لري، د نړۍ تر ټولو ستر نشه یي توکي نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټایمز اف انډیا راپور کې ویل شوي، د هند امنیتي چارواکو اعلان وکړ چې د دغه هېواد ساحلي ساتونکو د اندامان په اوبو کې د نړۍ تر ټولو ستر مخدره مواد نیولي دي.

په دې بار وړلو کې ۵ ټنه بېلابېل ډول نشه يي توکي شامل دي.

هندي چارواکو زیاته کړه: په دې اړه نور معلومات به ډېر ژر خپاره شي.

په دې میاشت کې، د هند سمندري ځواکونو د ګجرات بندر ته نږدې په لویدیځو اوبو کې د 700 کیلوګرامه میتامفیتامین یوه کښتۍ کشف کړه.

هندوستان ټایمز لیکي: سمندري ځواکونو په ۲۰۲۴ کال کې د قاچاق او تروریزم ضد پولیسو سره په درې جلا ماموریتونو کې په سمندر کې له ۳۵۰۰ کیلو ګرامو څخه زیات د مخدره موادو د قاچاق وړونکي توکي کشف او ضبط کړي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي