۰

په اشغالي سیمو د حزب الله پراخ بریدونه؛ په تېره ورځ او شپه کې له ۵۱ زیات عملیات

دوشنبه ۵ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۷
د لبنان حزب الله د تیرې شپې او ورځې په اوږدو کښې د نیواک شویو سیمو په خلاف د خپلو کرغیړنو عملیاتو په زیاتولو سره نوی ریکارډ جوړ کړ.
په اشغالي سیمو د حزب الله پراخ بریدونه؛ په تېره ورځ او شپه کې له ۵۱ زیات عملیات
د لبنان حزب الله د تیرې شپې او ورځې په اوږدو کښې د نیواک شویو سیمو په خلاف د خپلو کرغیړنو عملیاتو په زیاتولو سره نوی ریکارډ جوړ کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لبنان د اسلامی مقاومت ځواکونو د تېرې ورځې او شپې په اوږدو کې د اسرائیلو د رژیم په خلاف ۵۱ عملیات ترسره کړل.

د لبنان د حزب الله په عملیاتو کې د لبنان خاورې ته د پرمختګ لپاره د پوځ د هڅو بې اغیزې کول او په شمال کې د اسراییلي رژیم نظامي اډو په نښه کول او د اشغال شویو سیمو په ژورو کې شامل دي.

په دې اړه د عبراني ژبې رسنیو خبر ورکړی، چې حزب الله د تېرې ورځې په پرتله په بې ساري ډول خپل بریدونه زیات کړي دي.

په دغه رپوټ کې ویل شوی دی چې لبنانی ځواکونو د نیواک شویو ځمکو په خلاف په خپلو حملو کښې بې ساری توغندی کارولی دی.

د لبنان حزب الله هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دیر میمس سیمې ته نږدې د مرکاوا د شپږو ټانکونو د ویجاړولو اعلان وکړ.

د المیادین شبکې خبریال هم راپور ورکړی چې د لبنان د اسلامی مقاومت ځواکونو د څه دپاسه ۵۱ بیانیې په صادرولو سره د الاقصی د طوفان له پیل څخه تراوسه پورې د ورځنیو عملیاتو په شمیر کې نوی ریکارډ ثبت کړی دی.

اسرائیلي رسنیو منلې چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په اشغال شویو سیمو کې له ۵۰۰ څخه زیات سایرنونه اوریدل شوي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي