د طالبانو پوهنې وزارت سرپرست د خوست له قومي مشرانو سره په کتنه کې ویلي، اسلامي امارت د عصري زده کړو پراختیا ته ژمنتیا لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هغه په خپلو خبرو کې ویلي، ځینې ډلې منفي تبلیغات کوي چې ګواکې د اسلامي امارت مسوولان د پوهنې برخې ته پاملرنه نه کوي.
حبیب الله آغا زیاته کړې چې هڅه کوي څو په هېواد کې متوازنه پوهه پراخ کړي د نوموړی د نصاب د بدلېدو خبره هم کوي.
هغه زیاته کړه: دا د دښمن تبلیغات دي او د دښمن پر تبلیغاتو غوږ مه نیسئ. مه یې اورئ. تاسې یې خپله په سترګو وینئ موږ څنګه عصري علومو ته توجه نه کوو. عصري علوم زموږ د ژوند اړتیا ده.
له دې سره هممهاله، یو شمېر ښوونکي وایي چې د پوهنې د نصاب د پیاوړتیا لپاره باید د دیني او عصري علومو په نوملړ کې ځينې مضامین زیات شي.
جمهورخبري آژانس