په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ (یوناما) په یوه راپور کې، د تېرو درې کلونو په لړ کې د افغانستان د رسنیو وضعیت څېړلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما په دغه راپور کې چې، په ټولیزه توګه څلور برخې چې، اطلاعاتو ته لاسرسی، د رسنیو د فعالیت درول، محدودیتونه او په رسنیو کې د ښځو وضعیت پهکې شاملېږي، ویلي چې، د روښانه کارکړنو نشتوالی او خپلسرې نیونې او بندي کونې د بیان پر ازادۍ منفي اغېزې کړې دي.
د یوناما د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۳۰ مې پورې د یوناما د بشر حقونو څانګې د بشري حقونو د سرغړونو قضیې مستند کړي چې، ۳۳۶ ژورنالیستان او د رسنیو کارکونکي یې اغېزمن کړي چې، په دغو مواردو کې د خپلسرو نیونو ۲۵۶ پېښې د شکنجې او ناوړه چلند ۱۳۰ او د ګواښلو او وېرولو ۷۵ پېښې شاملې دي.»
خبریال ذبیحالله شریفي وايي:«د اطلاعرسونې لپاره اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسی ډېر مهم دی. له حکومته، د خبریالانو او د رسنیو د ټولنې غوښتنه دا ده چې، په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او په دې برخې هېڅ ډول محدودیت ونهلګول شي.»
د یوناما په راپور کې دغهراز راغلي چې، د ۲۰۲۱ کال له اګست مخکې ۵۴۳ رسنیو د څه باندې ۱۰ زره کارکوونکو په لرلو سره فعالیت کاوه؛ خو د ۲۰۲۱ کال د نومبر په میاشت کې کابو ۴۳٪ رسنۍ له فعالیته پاتې شوې او د رسنیو د کارکوونکو شمېر ۴۳۶۰ ته راښکته شو او دغهراز د رسنیو ۸۴٪ ښځینه کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
جمهورخبري آژانس