۰

پسکوف: له ممنوعه لېست څخه د طالبانو د ایستلو هڅې دوام لري

پنجشنبه ۸ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۱۸
د کرملین ویاند دیمتري پسکوف ویلي، چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د طالبانو له سرپرست حکومت سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
پسکوف: له ممنوعه لېست څخه د طالبانو د ایستلو هڅې دوام لري
د کرملین ویاند دیمتري پسکوف ویلي، چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د طالبانو له سرپرست حکومت سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پسکوف د خبري کنفرانس پر مهال د ممنوعه سازمانونو له نوملړ څخه د سرپرست حکومت ایستلو پوښتنې په ځواب کې ویلي، دې برخه کې هڅې دوام لري، چې تر نهایي کېدو وروسته به له رسنیو سره شریک شي.

نوموړي دې کنفرانس کې د افغانستان سرپرست حکومت سره د روسیې اړیکې مهمې بللې دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د روسیې امنیت شورا سرمنشي سرګي شویګو کابل ته د سفر پر مهال د سرپرست حکومت لوړ پوړو چارواکو سره کتنه کې ویلي، چې د ممنوعه سازمانونو له نوملړ څخه د طالبانو حکومت ایستل وروستي پړاو ته رسېدلي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي