۰

میدان وردګو کې روان کال د پوهنې برخه کې۴۱ پروژې پلې شوې

پنجشنبه ۸ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۱
د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د روان ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې د پوهنې په برخه کې د څه باندې ۶۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۴۱ بېلابېلې پروژې پلې کړې دي.
میدان وردګو کې روان کال د پوهنې برخه کې۴۱ پروژې پلې شوې
د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې  د روان ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې د پوهنې په برخه کې د څه باندې ۶۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۴۱ بېلابېلې پروژې پلې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پوهنې ریاست د مسوولینو په وینا، له دغو پروژو څخه ۲۲ ښوونځي او دیني مدرسې د پوهنې وزارت له بودجې ترمیم شوې دي، او پاتې ۱۲ اساسي او ۷ نورې د واش پروژې د یونیسف په مالي ملاتړ بشپړې شوې دي.

یادې پروژې د میدان ښار په ګډون د ولایت ټولو ولسوالیو کې پلې شوې دي، چې لرې پرتو سیمو ته هم ځانګړې پاملرنه شوې ده.

د یادولو وړ ده، دغه پروژې د ښوونځیو او دیني مدرسو ترڅنګ کتابتونونه او نورې اړوندې اسانتیاوې هم لري.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي