۰

د امنیت شورا غونډه، د یوناما مشرې له طالبانو سره په تعامل ټینګار وکړ

شنبی ۲۴ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۵
د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په څلورمه غونډه کې، د طالبانو له حکومت سره پر تعامل ټینګار وکړ.
د امنیت شورا غونډه، د یوناما مشرې له طالبانو سره په تعامل ټینګار وکړ
د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په څلورمه غونډه کې، د طالبانو له حکومت سره پر تعامل ټینګار وکړ.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې نوموړې په دې غونډه کې، په افغانستان کې د بشري حقونو، رسنیو، امنیت او د افغانانو د اقتصادي ستونزو اړوندو مسایلو له توضیحاتو ورکړې سربېره ویلي، چې افغان ولس هم له طالبانو سره د تعامل غوښتونکی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو ویاند تر دې مخکې ویلي، چې د سرپرست حکومت د استازي له حضور پرته، د دغه ډول غونډو پرېکړې به عقديي او له واقعته لرې وي.

جمهورخبري آژآنس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي