د طالبانو د ډلې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، د خلیل الرحمن حقاني مړینه د دې ډلې د امیر لپاره یوه نه جبرانېدونکې ضایعه ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د اقتصادي مرستیال د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ملا عبدالغني برادر د پکتیا ولایت په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې د خلیل الرحمن حقاني د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.
طالبانو ویلي چې د خلیل الرحمن حقاني وژل کېدل د دې ډلې امارت لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه ده.
باید وویل شي، چې د طالبانو د ډلې مشر خلیل الرحمان حقاني تېره اوونۍ د داعش ډلې له خوا په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
جمهورخبري آژآنس