۰

د ټایلنډ په هوایي ډګر کې ۴ افغان کډوال نیول شوي

یکشنبه ۲۵ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۹
دټایلنډ د کډوالو ادارې خبر ورکړی، چې د دغه هیواد په هوايي ډګر کې ۳ نارینه او یوه افغانه ښځه هغه مهال نیول شوي، چې غوښتل یې د قزاقستان له جعلي پاسپورټونو سره د پلټنې له ځایه تیر شي.
د ټایلنډ په هوایي ډګر کې ۴ افغان کډوال نیول شوي
دټایلنډ د کډوالو ادارې خبر ورکړی، چې د دغه هیواد په هوايي ډګر کې ۳ نارینه او یوه افغانه ښځه هغه مهال نیول شوي، چې غوښتل یې د قزاقستان له جعلي پاسپورټونو سره د پلټنې له ځایه تیر شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې ادارې د دغو څلور افغان کډوالو د عکسونو په خپرولو سره ویلي، دا کسان یې د ډیسمبر په لسمه په ځايي وخت سهار مهال نیولي دي.

له دې وړاندې د روان کال په اګسټ میاشت کې د ټایلنډ په پوکت هوايي ډګر کې یو بل افغان هم له جعلي پاسپورټ سره نیول شوی و.

دا افغانان په داسې حال کې له جعلي پاسپورټونو سره نیول کیږي، چې د ټایلنډ حکومت اعلان کړی، چې د را روان کال د جنورۍ له پیله به افغانانو او پاکستانیانو ته په انلاین ډول ویزې ورکوي.

د ټایلنډ د حکومت په خبره، د ویزو غوښتونکي کولی شي په انلاین ډول په ویب سایټونو کې غوښتلیکونه واستوي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي