۰
د التحریر الشام قومندان:

هیوادونه باید موږ د ترهګرو ډلو له لیست څخه وباسي

سی شنبه ۲۷ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۴
د التحریر الشام ترهګرې ډلې مشر محمد الجولاني غوښتنه وکړه چې دغه ډله دې د هیوادونو د ترهګرو ډلو له لست څخه وایستل شي.
هیوادونه باید موږ د ترهګرو ډلو له لیست څخه وباسي
د التحریر الشام ترهګرې ډلې مشر محمد الجولاني غوښتنه وکړه چې دغه ډله دې د هیوادونو د ترهګرو ډلو له لست څخه وایستل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نیویارک ټایمز د التحریر الشام ترهګرې ډلې د مشر ابو محمد الجولاني لقب "احمد الشورا" په حواله لیکلي دي: موږ د امریکا په ګډون له دولتونو څخه غواړو چې د تروریستي ډلو لېست څخه د تحریر الشام ډله لرې کړي.

دغې امریکايي رسنۍ د الجولاني له خولې لیکلي: موږ لا هم د ټولو بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه کوو، څو وکولای شو سوریه بیا جوړه کړو.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په نوامبر میاشت کې د سوریې د یاغیانو یوه ائتلاف د بشارالاسد د رژیم د نسکورولو په هدف پر دغه هېواد ګڼ بریدونه وکړل.

د روان کال د دسمبر په اوومه نېټه بشارالاسد له سوريې څخه وتښتېد او په همدې حال کې ياغيانو دمشق ونيول او د بشارالاسد حکومت نسکور شو.

نیویارک ټایمز د التحریر الشام د مشر له قوله لیکي : موږ د هغه بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه کوو چې د سوریې د پخواني حکومت له خوا لګول شوي وو، ځکه چې اوس هغه [بشارالاسد] له هیواده وتلی دی.

د دغې امریکايي رسنۍ د راپور له مخې، الشورا ویلي چې اوس باید لومړیتوب په سوریه کې د یوه حکومت جوړېدل، د عامه ادارو جوړول وي چې د سوریې ټولو وګړو ته خدمت وکړي.

الجولاني د لندن ټایمز ته دا هم وویل: موږ د (اسرائیل سره) د 1974 تړون ته ژمن یو او چمتو یو چې نړیوال څارونکي بیرته راستانه کړو.

الجولاني زیاته کړه: موږ له اسرائیلو او له کوم بل لوري سره د جګړې هیله نه لرو. الشعرا همداراز وویل: اسراییل باید په سوریه کې خپل هوايي بریدونه ودروي او خپل ځواکونه له هغو سیمو وباسي چې تر اشغال لاندې دي.

الجولاني د امريکا د تروريستي ډلو له ليست څخه د التحرير الشام تروريستي ډلې د ويستلو غوښتنه په داسې حال کې کوي چې تر دې مخکې د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت د شورا له وياند جان کربي څخه يې په دې اړه پوښتنه کړې وه.

د امریکا د متحدو ایالتونو د تروریستي ډلو له لست څخه د التحریر الشام ډلې د ویستلو احتمال هم ویلي، په دې اړه هیڅ نظر نه لري.

د شام اداریه بورډ د بشری حقونو ډلو لخوا د خلکو د لاریونونو په ځپلو او د بشری حقونو په سرغړونو تورن شوی او یو شمیر لویدیځ او منځنی ختیځ هیوادونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د ترهګر سازمان په توګه پیژندل شوی دی.

له بلې خوا د امریکا حکومت له القاعده سره د جولاني د پخوانیو اړیکو له کبله د هغه د نیول کېدو په اړه د هر ډول معلوماتو لپاره ۱۰ میلیونه ډالره جایزه ټاکلې ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي