۰

طالبانو په غزني ولایت کې د دوو خونړیو ترافیکي پېښو د څېړلو غوښتنه کړې ده

پنجشنبه ۲۹ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۲
طالبانو په یوه پیغام کې په غزني ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو پر مرګ ژوبله خواشیني ښودلې او د دغو پېښو د څېړلو غوښتنه یې کړې ده.
طالبانو په غزني ولایت کې د دوو خونړیو ترافیکي پېښو د څېړلو غوښتنه کړې ده
طالبانو په یوه پیغام کې په غزني ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو پر مرګ ژوبله خواشیني ښودلې او د دغو پېښو د څېړلو غوښتنه یې کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو نن پنشنبه (د لیندۍ ۲۹) په یوه پیغام کې ویلي، چې په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د کابل – کندهار پر لویه لاره دوه ترافیکي پېښې شوې دي. چې له دې جملې څخه زمونږ ۵۲ تنه هیوادوال شهیدان او ۶۵ تنه نور ټپیان شوي دي او دې پیښې مونږ ژوره خواشیني کړي یو.

په پیغام کې راغلي چې د دې پېښې ټولو شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوو او له ټولو زیانمنو کورنیو سره په دې غم کې ځان شریک ګڼو او د زړه له کومې خواخوږي څرګندوو

اړوندو ارګانونو ته هدایت ورکول کیږي چې ژر تر ژره دغه دواړه پیښې وڅېړي، دقیق علت یې معلوم او د داسې ناورینونو د بیا تکرار مخه ونیسي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي