د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د فاتحې مراسمو کې د ګډون او له کورنۍ سره د خواخوږۍ لپاره پکتیا ولایت ته په سفر تللی و.
ښاغلي حامد کرزي د دې سفر په ترڅ کې د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر خلیفه سراج الدین حقاني سره لیدلي او د خلیل الرحمن حقاني د وژل کېدو په تړاو یې ورسره غمشریکي کړې ده.
د یادونې ده، چې ګڼ شمېر سیاسي څېرې، قومي مشران او هېوادوال د حقاني د فاتحې لپاره پکتیا ته تللي او د حقاني له کورنۍ سره غمشریکې کړې ده.
سراج الدین حقاني د حامد کرزي، قومي مشرانو، سیاسي څېرو او ټولو هغو هیواد والوڅخه مننه کړې، چې د دوی له کورنۍ سره غمشریکي کړې ده.
جمهورخبري آژآنس