د طالبانو د دفاع وزارت د پوځ لوی درستیز د طبي زده کړو موسسو ته د نجونو د ورتګ د منع کولو په اړه د دغې ډلې د مشر د وروستي حکم په غبرګون کې وویل چې افغانستان نارینه او ښځینه ډاکټرانو ته اړتیا لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هېواد د ملي دفاع وزارت د جمعې په ورځ (لیندۍ ۳۰مه) وویل، چې د دې ډلې د وسله وال پوځ مشر قاري فصیح الدین فطرت د روغتیا قوماندانۍ د طبي علومو اکاډمۍ په علمي او مسلکي غونډه کې خبرې وکړې.
فطرت وويل چې په يوه نظام کې د طب د علومو زده کړه هماغه فرضيه ده. هغه ټینګار وکړ، چې د افغانستان خلک نارینه او ښځینه ډاکټرانو ته اړتیا لري، څو هر څوک وکولای شي په ډېر زیار د خپلو خلکو خدمت وکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده د یوه فرمان په صادرولو سره په روغتیايي ښوونیزو موسسو کې د ښځو او نجونو پر روغتیايي زده کړو بندیز ولګاوه او د طبي زده کړو د موسسو دروازې یې د نجونو پر مخ وتړلې.
جمهورخبري آژآنس