۰

متقي د سوریې د بهرنیو چارو وزیر سره ټلیفوني خبرې کړې دي

شنبی ۸ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۴
د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر، اسعد الشیباني سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
متقي د سوریې د بهرنیو چارو وزیر سره ټلیفوني خبرې کړې دي
د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر، اسعد الشیباني سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، ضیا احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سرپرست وزیر په دغو خبرو کې، هغوی ته د بریا مبارکي ورکړې او د سوریې حکومت د عفوې او ښې حکومتولۍ دریځونه یې ستایلي او هیله یې څرگنده کړې چې سرپرست حکومت او سوریه وکولی شي منظمې ډيپلوماټيکې اړیکې رامنځ ته کړي.

تکل زیاته کړې، د سوریې بهرنیو چارو وزیر هم هيله مندي ښودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا پراخې شي او د دواړو لورو پلاوي ليده کاته ولري.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي