د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش پر خپله اېکس پاڼه پرون د کډوالۍ نړیوالې ورځې په تړاو په نړیواله کچه د پراخ او خوندي کډوالۍ سېسټم پر رامنځته کېدو ټينګار کړی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې نوموړي ویلي، چې د نړیوالې ګډې ټولنې په توګه موږ باید خپل ګډ انسانیت احضار کړو او د دې زیانمن بهیر پروړاندې خپلې هڅې ګړندۍ کړو.
د کډوالۍ نړیوال سازمان هم ویلي چې د دوی د اټکل له مخې، د ۲۰۲۳کال تر پایه نږدې ۱۱۷.۳ میلیونه کسان په نړۍ کې له کړاوونو، شخړو، تاوتریخوالي، بشرحقونو سرغړونو سره مخ دي.
افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی چې د نړۍ په کچه ډېر کډوال لري.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د مالوماتو له مخې، له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۴کاله نږدې اته میلیونه افغانان کډوال شوي چې له ډلې یې، ۸۵سلنه کاونډيو هېوادونو او نږدې یو میلیون یې، اروپايي هېوادونو کې کډوال دي.
جمهورخبري آژآنس