د امریکا د نیو اورلینز په ایالت کې د لارۍ په برید کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا فدرالي پولیسو خبر ورکړی، چې یوه ۴۲ کلن سړي د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ ورځ د نیو اورلینز په ښار کې له یوې لارۍ موټر سره پر خلکو برید وکړ او ۱۵ کسان یې ووژل.
رویټرز خبري اژانس د FBI چارواکو له قوله ویلي، چې په دې برید کې شاوخوا ۳۰ نور کسان ټپیان شوي دي.
ویل کیږي چې د برید کوونکي په موټر کې دننه وسلې او چاودیدونکي توکي هم موندل شوي او ایف بي آی د دغه برید په اړه خپلې پلټنې پیل کړي دي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې په ټوله امريکا کې وسله وال بريدونه ډېر شوي، چې په ترڅ کې يې لسګونه کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي.
جمهورخبري آژانس