د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، طالبانو له پاکستانه غوښتي چې له سرحدي سیمو څخه د افغانستان نورو سیمو ته د تحریک طالبان پاکستان د ډلې د غړو د لېږدولو لپاره لس ملیارده پاکستانۍ کلدارې غوښتې دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې خواجه اصف د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۲ مه) جیو نیوز ته وویل چې پاکستان له دې غوښتنې سره موافقه کړې خو له طالبانو یې غوښتي چې دا تضمین ورکړي چې د TTP غړي به بېرته پاکستان ته نه ورځي.
د خواجه اصف په وینا طالبانو دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.
ده څرګنده کړه: په دې غونډه کې ملا یعقوب، امیرخان متقي، سراج الدین حقاني او ملا شیرین حضور درلود. ما ورته وویل چې که د ټي ټي پي مخه ونه نیول شي نو موږ به اقدام وکړو او بیا تاسو شکایت مه کوئ. تاسو وايئ چې تاسو به يې لويديځو ولايتونو ته انتقالوئ، خو د دې ضمانت څه دی چې بېرته به نه راځي؟
باید وویل شي، چې پاکستان دوه اونۍ وړاندې د پکتیا پر برمل ولسوالۍ بمبار وکړ. طالبانو اعلان کړی چې په دغه برید کې یې ۴۶ کسان وژلي، خو پاکستاني رسنیو ادعا کړې چې په دغه برید کې د تحریک طالبان پاکستان شاوخوا ۷۰ غړي وژل شوي دي.
جمهورخبري آژآنس