۰

په بدخشان ولايت کې دښوونځيو دبيا جوړولو درې پروژې بشپړې شوې

پنجشنبه ۱۳ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۵۵
د طالبانو ډلې د پوهنې وزارت اعلان کړی چې دغې ډلې په بدخشان ولایت کې د تعلیمي مرکزونو د بیارغونې درې پروژې بشپړې کړي دي.
په بدخشان ولايت کې دښوونځيو دبيا جوړولو درې پروژې بشپړې شوې
د طالبانو ډلې د پوهنې وزارت اعلان کړی چې دغې ډلې په بدخشان ولایت کې د تعلیمي مرکزونو د بیارغونې درې پروژې بشپړې کړي دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو تر ولکې لاندې د هېواد د پوهنې وزارت د پنشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۳) اعلان وکړ چې په بدخشان ولایت کې د بیارغونې درې پروژې بشپړې شوې دي.

طالبانو ویلي، چې په دې پروژو کې د نوآباد ګندم قل د هلکانو د لیسې د احاطې دیوال جوړول او د دروازې نصبول، د دارالعلوم عبدالله ابن عباس او د هغه د احاطې دیوال ترمیم او د دېوال اساسي ترمیم شامل دي.

د بي بي اسماء لېسه چې د بدخشان ولايت په کشم ولسوالۍ کې موقعيت لري، د دوه ميليونه افغانيو په لګښت چې د دغه ولايت د پوهنې رياست له بودجې څخه ورکړل شوې وه، نن رسماً پرانيستل شوه.

دبدخشان دپوهنې رياست لپاره دوسله والو طالبانو دډلې مشر مولوي نصرت الله فيضاني ددغو پروژو په اړوند وويل چې ددغو پروژو ترسره کول دپوهنې دحالت دښه والي او زده کوونکو ته دښه چاپيريال په برابرولو کې يو مهم ګام دى .

هغه ټینګار وکړ چې د بدخشان ولایت د پوهنې ریاست ژمن دی چې له شته امکاناتو څخه په استفادې د دغه ولایت د ماشومانو د ښوونې او روزنې لپاره ښه شرایط برابر کړي.

جمهورخبري آژآنس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي