د طالبانو د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت نشراتي معین مولوي مهاجر فراهي دکابل ښار د جويشير سيمې له ناشرانو او کتاب پلورونکو سره وکتل او ويې ويل دغه ډله هڅه کوي په هېواد کې دننه کتابونه خپاره کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو تر کنټرول لاندې د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن پنشنبه (د مرغومي ۱۳ مه) یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي، چې په دې کتنه کې خپرونکو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د کابل ښاروالۍ له مسوولینو سره وکتل.
نوموړي د جویشیر د پامیر سینما په سیمه کې د هټیو د بدیل په توګه د نوي مارکیټ چمتو کولو څخه مننه وکړه.
خپرونکي او کتاب پلورونکي وايي، چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پوره همغږۍ خپلې چارې پرمخ وړي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو مرستیال وايي، هڅې روانې دي چې له ادارو سره په همغږۍ په هېواد کې د کتابونو د چاپ بهیر پیل کړي.
جمهورخبري آژآنس