د طالبانو ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي، دغه ډله به تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې صنعتکارانو ته د ځمکو د وېش بهیر پیل کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۲) طلوع نیوز ته په خبرو کې ویلي، چې دغه ډله به په درېیو میاشتو کې صنعتکارانو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړي.
دی وايي، د طالبانو امارت له افغانستان څخه د سرمایه ګذارۍ او پیسو د قاچاق مخه نیولې او د پانګونې د جلبولو لپاره یې ستر ګامونه پورته کړي دي.سربیره پردې، موږ شاوخوا 1,200 شرکتونه لرو چې د ځمکې غوښتنه کوي. موږ 108 شرکتونه چک کړل، چې شاوخوا 130 ملیون ډالر پانګه اچونه ده، او ورو ورو ټول شرکتونه چک کیږي.
د اقتصادي مسایلو پوه سید مسعود په دې خپرونه کې وویل، تر څو چې اساسي قانون جوړ نه شي، ټول شته قوانین به وځنډوي. ځکه د نظام اصول له منځه ځي. زه فکر کوم چې طالبان باید لومړی اساسي قانون جوړ کړي.
جمهورخبري آژآنس