۰

د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د زده‌کړو پر محوریت غونډه جوړوي

سی شنبه ۱۸ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۹
د اسلامي همکاریو سازمان تر راتلونکې یوې اوونۍ، د پاکستان په پلازمېنې اسلام‌اباد کې د ښځو د زده‌کړو په تړاو غونډه جوړوي.
د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د زده‌کړو پر محوریت غونډه جوړوي
د اسلامي همکاریو سازمان تر راتلونکې یوې اوونۍ، د پاکستان په پلازمېنې اسلام‌اباد کې د ښځو د زده‌کړو په تړاو غونډه جوړوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ ټاکل شوې چې، په دغې غونډه کې «په اسلام کې د ښځو د زده‌کړو پر مقام او ځای ځایګي» بحث وشي.

د اېکسپرس ټرېبیون په راپور کې راغلي:«په داسې حال کې چې، د کنفرانس کره اجنډا پټه پاتې ده؛ خو سرچینو اېکسپرس ترېبیون ته ویلي چې، د هغې یوه اصلي موخه د نجونو د زده‌کړو پر بندیز د بیاکتنې لپاره د افغانستان پر لنډمهالي حکومت فشار راوړل دي.» 

د دغو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، دغې غونډې ته د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د کابو ۳۰ بهرنیو چارو وزیرانو حضور تایید شوی دی؛ خو په دغې غونډه کې د طالبانو د ګډون او نه‌ګډون په تړاو څه نه‌دي ویل شوي او اسلامي امارت هم په دغې غونډه کې د ګډون او نه‌ګډون په تړاو تراوسه څه نه‌دي ویلي.

په اسلام کې د ښځو د زده‌کړو د مقام او ځای ځایګي په تړاو د اسلامي همکاریو سازمان غونډه په داسې حال کې د جنورۍ پر ۱۱مې او ۱۲مې نېټې جوړېږي چې، په تېر څه باندې درې کلونو کې، اسلامي امارت په هېواد کې د نجونو د زده‌کړو مسئله تر امر ثاني ځنډولې ده.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي