۰

طالبانو د ۲۱۳ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۹ کانونو تړونونه لاسلیک کړل

سی شنبه ۱۸ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۳
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت شمېرې ښیي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته د ۲۱۳ ميليارده افغانیو په ارزښت ۹ لوی تړونونه ورکړ شوي دي.
طالبانو د ۲۱۳ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۹ کانونو تړونونه لاسلیک کړل
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت شمېرې ښیي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته د ۲۱۳ ميليارده افغانیو په ارزښت  ۹ لوی تړونونه ورکړ شوي دي. 

 د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان وايي: «د ۱۴۰۳ کال له پیله تر اوسه ، د کانونو او پټرولیم وزارت د لویو کانونو په برخه کې ۹ تړونونه کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته سپارلي، چې د دغو پروژو د پانګونې ارزښت ۲۱۳ میلیارده افغانۍ دی.»

افغان دغه راز ټینګار کوي چې د ۱۴۰۳ لمریز کال له پیلېدو راهیسې د یو اعشاریه اته میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۸ کوچنیو کانونو د استخراج قراردادونه کورنیو شرکتونو ته هم ورکړل شوي دي.

هغه زیاتوي: «شاوخوا ۱۸ د کوچنیو کانونو تړونونه کورنیو شرکتونو ته سپارل شوي، چې د دې کوچنیو پروژو د پانګونې ارزښت ۱.۸ میلیارده افغانۍ دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت د افغانستان د کانونو د سکټور په برخه کې  پانګونې ته د چین، ایران، ترکیې، قطر، ترکمنستان، ازبیکستان، قزاقستان، هند او روسیې په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د پانګوالو د لېوالتیا خبر ورکړی و.

جمهورخبري آژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي