ټاکل شوې د سوریې د انتقالي دورې ولسمشر احمد الشرع د فبرورۍ پر ۴مه ترکیې ته سفر وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټيارټي خبري شبکي راپور ورکړی چې الشرع د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه انقرې ته سفر کوي. په راپور کې راغلي چې دواړه لوري به په سوریه کې د اقتصادي وضعیت، ټيکاو او امنیت د ښه کولو لپاره د متقابلو اقداماتو په اړه بحث وکړي.
د یادونې ده چې احمد الشرع د سوریې انتقالي دولت د ولسمشر په توګه خپل لومړنی سفر سعودي ته وکړ او هلته یې د دغه هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره ولیدل. دواړو خواوو د سوریې له امنیت او ثبات څخه د ملاتړ په لارو چارو خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس