۰

لغمان کې پر ۳۰ هکټاره ځمکه د بېرې ځنګل جوړېږي

سی شنبه ۱۶ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۵
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د یاد ولایت د مرکز اړوند په کچور سیمه کې د بېرې مصنوعي ځنګل د جوړولو چارې پیل شوې دي.
لغمان کې پر ۳۰ هکټاره ځمکه د بېرې ځنګل جوړېږي
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د یاد ولایت د مرکز اړوند په کچور سیمه کې د بېرې مصنوعي ځنګل د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره د بېرې دغه مصنوعي ځنګل پر ۳۰ هکټاره ځمکه د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په مالي ملاتړ د ۹ میلیونه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړېږي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې د دې ځنګل په جوړېدو سره به ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي او دغه رازکرنېزې ځمکې به د سېلابونو له خطر څخه وساتل شي او د دې ترڅنګ د شاتو مچیو کاروباریانو ته به د شاتو د تولید ښه زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې په قرغیو ولسوالۍ کې هم ورته ځنګلونه جوړ شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي