۰

خوست کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده

سی شنبه ۱۶ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۶
د خوست ولایت په ۲ ولسوالیو کې د ویالو او خامه سړکونو د پاکولو چارې پيل شوې، چې له امله یې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
خوست کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده
د خوست ولایت په ۲ ولسوالیو کې د ویالو او خامه سړکونو د پاکولو چارې پيل شوې، چې له امله یې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینه وايي، دغه پروژې د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ په زېړۍ غونډۍ او چینو غونډۍ سیمو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ، د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ ترسره کېږي.

د یادولو وړ ده، چې په سیمه کې د ویالو او خامه سړکونو د پاکولو چارو بشپړېدل به د یادو سیمو اوسېدونکو لپاره ګڼې ستونزې هوارې کړي، چې په پایله کې به یې د سیمو د ترانسپورټي وضعیت ښه او کرنیزو ځمکو ته به اوبه برابرې شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي