۰

په مختلفو ادارو کې ۹۳۸ اداري پروسې ساده شوي

سی شنبه ۱۶ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۲
د طالبانو چارواکو د تدارکاتي، وزارتونو او دولتي ادارو کې د ملي او اداري پروسو ساده او یو شان کولو غونډه کې د اداري پروسو پر ساده کولو ټینګار کړی دی.
په مختلفو ادارو کې ۹۳۸ اداري پروسې ساده شوي
د طالبانو  چارواکو د تدارکاتي، وزارتونو او دولتي ادارو کې د ملي او اداري پروسو ساده او یو شان کولو غونډه کې د اداري پروسو پر ساده کولو ټینګار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو  اداري مرستیال دغې ناسته کې ویلي، سرپرست حکومت د اداري پروسو ساده کولو ته ژمن دی، څو خلکو ته اسانتیاوې برابرې او ادارو کې کاغذ پراني له منځه لاړه شي.

په ورته مهال د چارو ادارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رییس ویلي، تېرو درېیو کلونو کې یې وزارتونو او دولتي ادارو کې ۹۳۸ اداري پروسې ساده کړې دي.

ادارو کې د پروسې پر ساده کولو وروسته له هغې ټینګار کېږي، چې دا مهال خلک دولتي ادارو کې له زیاتو کاغذ پرانیو او پېچلو پروسو شکایت کوي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي