۰

ننګرهار کې د ۷ چکډېمونو جوړولو چارې پيل شوې

سی شنبه ۱۶ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۳
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې یاد ولایت کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت چکډېمونه جوړېږي.
ننګرهار کې د ۷ چکډېمونو جوړولو چارې پيل شوې
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې یاد ولایت کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت چکډېمونه جوړېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدولي محسن وایي چې دغه چکډېومونه به د یاد ولایت په اوو ولسوالیو کې جوړ شي.

ورته مهال د کرنې وزارت د اوبولګولو رییس معاذالله بیا وايي چې د هېواد ټولو ولسوالیو کې د اوبوذخیره کولو، سېلابونو مخنیوي، چینو او کاریزونو تاندولو لپاره یو-یو چکډېم جوړوي.

د نوموړي په وینا، په ځینو ولایتونو کې د چکډېمونو د جوړېدو چارې بشپړې او د ځینو نورو کارونه اوس پیل شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي