په تورخم کې د کډوالو د لېږد مسوولینو خبر ورکړی، چې پاکستان د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد او خېبر پښتونخوا کې نیول شوي ۸۶ افغانان له تورخم لارې افغانستان ته لېږدولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره، دغو کسانو چې ډېرو یې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد هم لرل، تر نیول کېدو وروسته بند هم تېر کړی دی.
د سرچینې د مالوماتو له مخې دا کسان د ننګرهار، لغمان، کونړ، کابل، پروان، بلخ، غزني، خوست، جوزجان، سمنګان، کندوز، بغلان، ډایکندي، میدان وردک، هرات، پکتیکا، لوګر، او بغلان ولایتونو اوسېدونکي دي.
جمهورخبري آژانس