باخبرو سرچینو ویلي چې د دوحې درېیمې غونډې په تعقیب، د ملګرو ملتونو سازمان د کاري ډلې غونډه به په روانې زیږیز میاشت کې جوړه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغو سرچینو په وینا، د دغې غونډې چورلیز به د نشهيي توکو، بدیل کښت، خصوصي سکټور مسئلې او د افغانستان لپاره بشرپاله مرستې وي.
د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، طالبان هم دې غونډې ته بلل شوی؛ خو اسلامي امارت تر اوسه په دې تړاو څه نهدي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د دوحې درېیمه غونډه د تېر زېږدیزکال د جون له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ په افغانستان کې د بدیل کښت او خصوصي سکټور د پیاوړتیا په محوریت سره، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سیاسي مرستیال په کوربتوب د طالبانو د استازي او د شاوخوا ۲۵هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د قطر په دوحه کې جوړه شوې وه.
جمهورخبري آژانس