کراچۍ کې د طالبانو سرکونسل عبدالجبار تخاري وایي، ۱۲ تنه افغان کډوال د پاکستان د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو خوشې او د سپین بولدک له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تخاري زیاتوي چې د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د پاکستان د حکومت د اعلان سربېره هم افغانان په سند کې له هېڅ راز ستونزو سره مخ نه دي.
هغه زیاته کړې، چې په سند صوبه کې د پاتې افغان بندیانو د خوشې کولو هڅې روانې دي.
له بل پلوه د کډوالۍ نړۍوال سازمان یا ایاواېم د یوه نوي راپور په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو دوو اونیو کې ۱۱ زره او ۶۷۰ افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
جمهورخبري آژانس