۰

نورستان کې د ترافیکي پېښې له کبله ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دوشنبه ۲۰ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۱
د نورستان ولایت ځایي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۷ نور ټپیان شوي دي
نورستان کې د ترافیکي پېښې له کبله ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د نورستان ولایت ځایي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۷ نور ټپیان شوي دي

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره دا پېښه پرون ناوخته د برګمټال ولسوالۍ په «افزوک» سیمه کې را منځته شوې. سرچینې زیاته کړې، چې دا پېښه د یوه لرګین پله د ماتېدو له امله هغه وخت را منځته شوې، چې یو ډاټسن موټر پرې د تېرېدو په حال کې و.

سرچینې د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په تړاو څه نه دي ویلي خو وایي چې د درملنې په موخه ځایي روغتون ته لېږدول شوي.

دا په داسې حال کې چې نورستان کې د خرابو سړکونو او د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله وخت ناوخته ترافیکي پېښې را منځته کېږي چې ډېری مهال مرګ ژوبله هم لري.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي