۰

روسیه: په افغانستان کې پاتې لوېدیځې وسلې ممکن د ترهګرو ډلو لاس ته ولوېږي

سی شنبه ۲۱ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۷
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لپاره د روسیې استازي په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت پر اړتیا ټینګار وکړ او دا خبرداری هم ورکړ چې په افغانستان کې پاتې لوېدیځې وسلې ممکن د ترهګرو ډلو لاس ته ولوېږي.
روسیه: په افغانستان کې پاتې لوېدیځې وسلې ممکن د ترهګرو ډلو لاس ته ولوېږي
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لپاره د روسیې استازي په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت پر اړتیا ټینګار وکړ او دا خبرداری هم ورکړ چې په افغانستان کې پاتې لوېدیځې وسلې ممکن د ترهګرو ډلو لاس ته ولوېږي.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبنزیا د دوشنبې په شپه (د کب ۲۰ مه) د امنیت شورا په غونډه کې په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت د جوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا ډول حکومت په افغانستان، سیمه او له هغې هاخوا د سولې او ثبات لپاره کلیدي ده.

هغه له نړۍ وغوښتل چې له طالبانو سره ښکېل شي، او زیاته یې کړه چې دا ښکېلتیا باید له تور لګولو پرته ترسره شي.

په افغانستان کې د داعش د شتون په اړه، د روسیې استازي وویل چې د داعش د ځپلو لپاره د طالبانو د هڅو سره سره، دا ډله لاهم فعاله ده او استخدام ته دوام ورکوي.

هغه خبرداری ورکړ چې بهرني جنګیالي له مختلفو هیوادونو څخه افغانستان ته راځي، او دا د افغانستان او سیمې امنیت ته یو جدي ګواښ دی.

د روسیې استازي په افغانستان کې د لویدیځو هیوادونو د پاتې وسلو په اړه هم اندیښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې دا وسلې ممکن د ترهګرو ډلو لاس ته ولویږي او سیمې ته ګواښ رامنځته کړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي