په سعودي عربستان کې د اوکرايني او امریکايي چارواکو ترمنځ تر مذاکراتو وروسته، کېیف د امریکا له خوا له روسیې سره د ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز منلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبرله مخې د اوکراین لخوا د دې وړاندیز د منلو سره هم مهاله امریکا هم د یاد هېواد سره د نظامي مرستو بیا پیلولو او د معلوماتو شريکولو په اړه هوکړه کړې ده.
دغه مذاکرات چې پرون په جده ښار کې ترسره شول، دواړو لور هوکړه کړې ، چې ډېر ژر به د معدني منابعو په اړه یو تړون لاسلیک کړي.
له بلې خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ته به یو ځل بیا سپینې ماڼۍ ته د ورتګ بلنه ورکړي.
جمهورخبري آژانس