د پنجشیر ولایت د کانونو او پترولیم ریاست مسوولین وايي چې تېر کال د دغه ولایت د زمردو له خرڅلاو څخه ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.
د جمهور آزانس د خبر له مخې د یاد ولایت د کانونو او پترولیم رییس محمدقاسم امیري له رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې په دې موده کې کابو ۶۷ زره او ۴۳۴ قیراطه زمرد پلورل شوي دي.
افغانستان د کانونو او طبیعي سرچینو په برخه کې د خپل ځانګړي او ان کمساري ظرفیت او وړتیا لامله په سیمهییزه او نړیواله کچه پېژندل شوی هېواد دی.
جمهورخبري آژانس