۰

متقي: امریکا باید د افغانستان واقعیتونه درک او له ا.ا سره تعامل وکړي

سی شنبه ۱۹ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۳۴
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي چې سعودي عربستان ته سفر کړی، په جده ښار کې له افغان کډوالو سره په یوه غونډه کې د متحده ایالتونو له لوري د افغانستان د واقعیتونه د درک پر اړتیا ټينګار کړی دی.
متقي: امریکا باید د افغانستان واقعیتونه درک او له ا.ا سره تعامل وکړي
 د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي چې سعودي عربستان ته سفر کړی، په جده ښار کې له افغان کډوالو سره په یوه غونډه کې د متحده ایالتونو له لوري د افغانستان د واقعیتونه د درک پر اړتیا ټينګار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې متقي په دې غونډه کې څرګنده کړه، چې نوموړي هغه امریکايي پلاوي ته چې په دې وروستیو کې کابل ته راغلی و، ویلي چې امریکا باید د افغانستان له اوسني نظام سره تعامل وکړي.

نوموړي ویلي«ما وویل تاسې راغلئ، امریکایان وئ، ناټو ترسره وه ۴۰ تر ۵۰ هېوادونه درسره وو. تاسې هم افغانستان کنټرول نه‌شوی کړای، افغانستان کې مو امن را نه‌وستو. امریکایانو ته مو وویل، چې د افغانستان د خلکو له ملاتړ پرته د نړۍ هېڅ ځواک افغانستان نه‌شي کنټرولولای، دغه حقیقت باید درک شي او له دغه نظام سره تعامل وشي.»

هغه د خپلې وینا په یوه بله برخه کې په افغانستان کې د ثبات پر ساتلو هم ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ، که‌چېرې افغانستان بې‌ثباته شي، نو د سیمې نور هېوادونه به هم ترې اغېزمن شي.

امیرخان متقي زیاتوي:«که په افغانستان کې ناامني او اختلافات وي، نو ټوله سیمه به ناارامه شي.»

متقي د طالبانو پر مخالفینو هم غږ وکړ، چې مخالفت پرېږدي او هېواد ته راستانه شي او د هغه په پرمختګ کې ونډه واخلي. هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه اوس‌مهال د هر وخت پرتله ښه دي.

امیرخان متقي وویل:«نن موږ دا وایو چې خپل هېواد مه تخریبوئ، ‎پرېږدئ دا ترخه زهر مه‌شیندئ، تخریبونه مه کوئ د خپلو خواهشاتو، د خپلو شخصي غوښتنو لپاره باید ملت په اور کې وا نه‌چوي، نو چې عفوه هم وشوه، ستونزې هم حل شوې، خونریزي هم پای ته ورسېده، هېواد هم ازاد شو بهرنیان هم ووتل، بیا په کوم دلیل څوک مخالفت کوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سعودي عربستان ته سفر وکړ. د اسلامي امارت ویاند دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بللی دی.

جمهورخبري آژانس

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي