۰

پوهنې وزارت: تېر کال مو په هېواد کې ۹۵۴ ښوونيز مرکزونه بیارغولي

چهارشنبه ۲۰ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۲۶
د طالبانو د پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې تېر کال یې په ټول هېواد کې د ۴۵۵ مېليونه افغانیو په لګښت ۹۵۴ اداري او ښوونيز مرکزونه بیارغولي او ګټې اخيستنې ته یې سپارلي دي.
پوهنې وزارت: تېر کال مو په هېواد کې ۹۵۴ ښوونيز مرکزونه بیارغولي
د طالبانو د پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې تېر کال یې په ټول هېواد کې د ۴۵۵ مېليونه افغانیو په لګښت ۹۵۴ اداري او ښوونيز مرکزونه بیارغولي او ګټې اخيستنې ته یې سپارلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت د مالوماتو له مخې ۸۷۱ تدريسي او اداري ودانۍ يې له عادي بودجې او ۸۳ يې د همکارو ادارو په ملاتړ ترمیم کړې دي.

د پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې له خلکو او سوداګرو غوښتي، چې د ښوونيزو ادارو او مرکزونو په ترمیم او جوړولو کې له دوی سره لا همکاري وکړي.

د یاد وزارت د ملکیتونو د ساتنې او مراقبت مشر سمیع الحق حماس رسنیو ته ویلي، چې دغه ترمیم شوي ښوونيزې ادارې او مرکزونه په ټول افغانستان کې دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي