۰

په تېرو دوو ورځو کې څه باندې ۸ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

چهارشنبه ۲۰ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۳۳
د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، تېرو دوو ورځو کې ۸ زره او ۲۵ تنه افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي.
په تېرو دوو ورځو کې څه باندې ۸ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي
د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، تېرو دوو ورځو کې ۸ زره او ۲۵ تنه افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دې سازمان په وینا؛ یادو کډوالو کې بې اسناده او د (ای‌سي‌سي) کارت لرونکي افغانان شامل دي، چې د تورخم او سپین‌بولدک له لارې افغانستان ته لېږل شوي دي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې ۲ زره او ۶۱۴ راستنېدونکو کډوالو سره یې مرستې هم کړې دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي