۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راځي

جمعه ۲۹ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۲۸
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د شته ستونزو د حل په موخه کابل ته سفر کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راځي
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د شته ستونزو د حل په موخه کابل ته سفر کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل ته د پاکستان د ځانګړي استازي له سفر سره هممهاله، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار د هنګري له بهرنیو چارو وزیر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وایي چې هېواد یې هڅه کوي له افغانستان سره د شته ستونزو د حل لپاره له بېلابېلو لارو کار واخلي.

اسحاق ډار زیاتوي چې پلان لري په نږدې ورځو کې کابل ته سفر وکړي، څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ رامنځته شوی بن‌بست یا بندون له‌منځه یوسي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار ویلي: «موږ له افغانستان سره د تعامل لپاره کار کوو، ان‌شاءالله زموږ ټيمونه هڅه کوي، لکه څنګه چې پوهېږئ، موږ د افغانستان لپاره یو ځانګړی استازی ټاکلی، لومړنۍ ناستې هم روانې دي او هیله لرم چې د څو ورځو په موده کې کابل ته یو ورځنی سفر ولرم، څو دا څو کلن بندون مات کړو.»

کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر خبره داسې مهال کېږي چې په کابل کې د پاکستان د ځانګړي استازي او د افغانستان د دفاع وزارت د مرستیال ترمنځ د همغږۍ د کمېټې اوومه غونډه د تړلو دروازو تر شا وشوه او تر دې مهاله یې د سرپرست حکومت لخوا جزییات نه دي خپاره شوي.

بل خوا، د پاکستان اکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله لیکلي، چې د ټي ټي پي مسأله د دې غونډې یوه له اصلي بحثونو وه.

د اکسپرېس ټریبیون د راپور یوه برخه کې ویلي: «په کابل کې د تړلو دوازو تر شا له شویو خبرو باخبره سرچینو اکسپرېس ټریبیون ته ویلي، چې پاکستاني لوري ته د ترهګرو د پټنځایونو د مسألې د حل لپاره د افغان طالبانو د هڅو په تړاو په تفصیل سره معلومات ورکړل شوي دي.  

یو چارواکی چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي: د پاکستاني پلاوي ټولو غړو د افغان طالبانو په دریځ کې د پاکستان د طالبانو تحریک (ټي ټي پي) په تړاو بدلون احساس کړ.»

 د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مسوول، ضیاء احمد تکل هم وايي: د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار په نږدې راتلونکي کې، کابل ته سفر کوي او هیله ده چې دغه سفر دواړو لوریو لپاره مثبتې پایلې ولري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي