۰

مېلمه کوربه ته ډالۍ ورکړه؛ د اسلام آباد ټکټ د متقي په جیب کې!

یکشنبه ۳۱ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۱۴
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته د خپل سفر په جریان کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي ته بلنه ورکړه چې پاکستان ته سفر وکړي.
مېلمه کوربه ته ډالۍ ورکړه؛ د اسلام آباد ټکټ د متقي په جیب کې!
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته د خپل سفر په جریان کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي ته بلنه ورکړه چې پاکستان ته سفر وکړي.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د بهرنیو چارو وزارت لپاره د طالبانو ډلې مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد د وري ۳۱ مه په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې د دې وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي په کابل کې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره ولیدل.

په دې غونډه کې، اسحاق ډار د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي ته بلنه ورکړه چې پاکستان ته سفر وکړي.

اسحاق ډار د مولوي امیر خان متقي سره په ګډه غونډه کې هیله څرګنده کړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ به د لوړې کچې تبادلې دوام ومومي.

د یادونې وړ ده چې نن د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی د دغه هیواد د مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په مشرۍ کابل ته راورسېد. پاکستاني پلاوي د لومړي وزیر، مرستیال اداري وزیر او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره په جلا توګه ولیدل.

طالبانو او پاکستاني چارواکو په دې غونډو کې د سیاسي، اقتصادي او کډوالو په مسلو خبرې وکړې.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي