۰

طالبانو او چین د اړیکو په پراختیا ټينګار کړی دی

دوشنبه ۱ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۱۲
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې پهکابل کې د چین سفیر جاو شینګ د دغه وزارت له مالي او اداري مرستیال محمد نعیم سره کتلي دي.
طالبانو او چین د اړیکو په پراختیا ټينګار کړی دی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې پهکابل کې د چین سفیر جاو شینګ د دغه وزارت له مالي او اداري مرستیال محمد نعیم سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جاو شینګ ویلي چې چین د افغانستان د ګاونډي په توګه له دغه هېواد سره د اړیکو پراخولو ته ارزښت ورکوي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل په یوه اعلامیه کې ویلي، محمد نعیم په شانګهای غونډو کې د افغان پلاوو د بلنې او له افغانستان سره د دغه هېواد د همکاریو او مرستو له امله د چین له سفیر مننه وکړه.

د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو پر پراختیا هم خبرې شوي دي.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي