۰

اکسپو نندارتون؛ ګڼ شمېر افغان سوداګر او پانګوال هم پکې ګډون کوي

یکشنبه ۷ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۲۴
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو خبر ورکړی، د روانې غويي میاشتې په ۸مه نېټه به یو شمېر افغان سوداګر او پانګوال د ایران په اکسپو نندارتون کې ګډون وکړي.
اکسپو نندارتون؛ ګڼ شمېر افغان سوداګر او پانګوال هم پکې ګډون کوي
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو خبر ورکړی، د روانې غويي میاشتې په ۸مه نېټه به یو شمېر افغان سوداګر او پانګوال د ایران په اکسپو نندارتون کې ګډون وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه نندارتون کې به افغان سوداګر او پانګوال په ۸۰ غرفو کې افغاني کرنیز محصولات او لاسي صنایع  نندارې ته وړاندې کړي.

د مالوماتو له مخې د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره، د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی، د کرنې او مالدارۍ د تولید خونې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازي، چې ۲۲۰ افغان سوداګر او پانګوال پکې شامل دي، د اکسپو ۲۰۲۵ نندارتون کې ګډون وکړي.

د ایران د اکسپو ۲۰۲۵ نندارتون به د یوې اونۍ لپاره په تهران کې ترسره شي، چې له ۹۴ څخه زیاتو هېوادونو پانګوال او سوداګر به پکې ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي