۰

د امریکا د مرستو ځنډېدل؛ د افغانستان مېلیونونه خلک له بشري ناورین سره مخ دي

یکشنبه ۷ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۲۷
د افغانستان په ګډون پر نړۍ د امریکا د مرستو د ځنډولو د ټاکلي وخت له پای ته رسېدو د اتو ورځو په تېرېدو سره دغه مرستې بېرته نه‌دي پيل شوې.
د امریکا د مرستو ځنډېدل؛ د افغانستان مېلیونونه خلک له بشري ناورین سره مخ دي
د افغانستان په ګډون پر نړۍ د امریکا د مرستو د ځنډولو د ټاکلي وخت له پای ته رسېدو د اتو ورځو په تېرېدو سره دغه مرستې بېرته نه‌دي پيل شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ژغورنې نړۍوالې کمېټې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د امریکا د مرستو کمېدل په افغانستان کې د مېلیونونو کسانو ژوند ګواښي.

د دغه بنسټ په راپور کې راغلي:«افغانستان کې کورنۍ لاهم د خوړو له نا امنۍ، ناروغیو او دوامداره بې‌ثباتي سره مخ دي. د ۲۳ مېلیونه افغانانو لپاره د امریکا متحده ایالاتو مرستې د ژغورنې یوه حیاتي لار ده؛ خو دا مرستې هم اوس مهال په خطر کې دي. د بودیجې کمښت اوس مهال د افغانستان پر زیانمنو ټولنو؛ په ځانګړې توګه پر ماشومانو او ښځو ویجاړونکې اغېزې کړې دي. ای‌ارسي د امریکا متحده ایالاتو د مرستو له کمولو وروسته اړه شوې، چې په افغانستان کې ځينې ژغورني خدمتونه وځنډوي.»

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د راپور له مخې، افغانستان له یوه سخت بشري کړکېچ سره مخ دی او له ۲۲٫۹ مېلیونه ډېر خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په دې راپور کې ویل شوي، چې د وروستیو لسیزو جګړو، اوږدمهاله اقتصادي بحران او چاپېریالي ستونزو مېلیونونه افغانان بې‌وزلۍ ته ټیل وهلي، او له هرو درې افغانانو یو د خوړو له نه‌خوندیتوب سره مخ دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي