د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو له خوا د ښځو ځپلو په افغانستان کې روان بشري بحران لا ژور کړی دی.
د جمهور اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه نوي راپور کې چې "ښځې او نجونې په بحران کې" نومېږي خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې بشري بحران د ښځو د حقونو د سیستماتیک ځپلو له امله پراخ ابعاد نیولي دي.
په راپور کې راغلي چې د طالبانو لخوا لګول شوي محدودیتونو د ښځو وړتیا د زده کړې، روغتیایی خدماتو، بشري مرستو او د ژوندانه فرصتونو ته د لاسرسي وړتیا په جدي توګه کمه کړې ده.
راپور کې ویل شوي، د طالبانو لخوا پر ښځو او نجونو سختو محدودیتونو نه یوازې د دوی بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي، بلکې په افغانستان کې یې روان بشري بحران هم ژور کړی دی.
د راپور له مخې، په مرستندویه ادارو کې د ښځو د کار کولو بندیز د بشري خدماتو وړاندې کول، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره، سخت محدود کړي دي.
په پایله کې، د ښځو د ملاتړ ۹۰ سلنه پروګرامونه یا بند شوي یا په جدي توګه کم شوي دي. د راپور موندنې ښيي چې په ټول افغانستان کې ۷۰ سلنه ښځو ویلي چې د دې محدودیتونو له امله نور د خوړو او روغتیا په څیر مهمو مرستو ته لاسرسی نلري.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې خبرداری ورکړی چې ډیری هغه کورنۍ چې مشري یې ښځینه وه، چې پخوا یې په بشري مرستو یا اداري کارموندنې تکیه کوله، اوس د لوږې او مطلق فقر په حالت کې ژوند کوي.
جمهورخبري آژانس