د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ مرستیال وزیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا سیمې له عمومي رییس سره د صنعتي کرنې په برخه کې د همکارۍ د پراختیا او د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د جمهور الجمور خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د دوشنبې په ورځ (د غوايي ۷ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال وزیر مولوي ضمیر عثماني په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د څانګې له عمومي رییس رضا بهرامي سره ولیدل.
د کرنې وزارت مرستیال د ایران له ملت او حکومت څخه د افغان کډوالو د کوربه توب له امله مننه وکړه او ویې ویل چې دا ډله هڅه کوي چې د ایران په همکارۍ د کډوالو باعزته راستنیدو ته لاره هواره کړي.
طالبانو ویلي چې دواړو خواوو د صنعتي کرنې په برخه کې د همکارۍ پراختیا، په کرنیزو محصولاتو کې پانګونې او د خصوصي سکتور د پیاوړتیا په اړه هم خبرې وکړې.
جمهورخبري آژانس